يو کلن الاقصی طوفان؛ د جګړې نوي اړخونه او د هغې ستراتیژیکې ستونزې

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز (CSRS)

یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.

___________________________________________________________________

په دې ګڼه کې لولئ:

  • يو کلن الاقصی طوفان؛ د جګړې نوي اړخونه او د هغې ستراتیژیکې ستونزې
  • د اقصی طوفان يو کال
  • په منځني ختیځ کې د مقاومت ډلې
  • د جنګ نوي اړخونه او د صهیونیسټ رژیم ستراتیژیکي بحران
  • پايله
  • وړاندیزونه
  • سرچینې

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مقدمه

يو کلن اقصی طوفان، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه پیل شوی، په سیمه يیزو او نړیوالو پرمختګونو کې د بدلون ټکی ګڼل کیږي. دا پوځي عملیات د غزې په خلکو باندې د صهیونیسټي رژیم د کلونو کلونو نیواک او له بشري حقوقو د سرغړونې په نتیجه کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس او نورو اسلامي غورځنګونو لخوا ترسره شول. دې نه يوازې د فلسطين پر امنيتي وضعيت او بشري حقونو ناوړه اغېزه وکړه، بلکې له يوې خوا په منځني ختيځ کې د کړکېچ د زياتېدو لامل شو او له بلې خوا دغه پېښه د دې لامل شوه، چې د سیمې د هیوادونو پر ستراتيژۍ بيا کتنه وشي، په تیره بیا د فلسطینیانو د حقوقو د ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم له اقداماتو سره د مقابلې په برخه کې.

د الاقصی د طوفانی عملیاتو په شروع کیدو او په غزې باندې د صهیونیسټی رژیم د حملو له زیاتیدو سره په منځني ختیځ کې د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د ملاتړ لپاره د مختلفو پوځي ډلو ترمنځ پیوستون او ملګرتیا لا له مخکې څرګنده شوې ده. د لبنان حزب الله، د یمن حوثي او د عراق اسلامي مقاومت، هر یو په خپل وار سره د پوځي عملیاتو په ترسره کولو او د غزې د خلکو په ملاتړ وښودله چې د اشغال او ظلم په وړاندې مبارزه د آزادو خلکو ګډ هدف دی.

صهیونیسټ رژیم په دې وروستیو کې له سختو پوځي او ستراتیژیکو چیلنجونو سره مخامخ دی او د نتانیاهو په مشرۍ حکومت، د مقاومت د قوماندانانو په وژلو او د حملو په زیاتولو او د مقاومت او د هغه د ملاتړو په وړاندې د خلکو په وهلو سره د خپل وقار د بیرته ترلاسه کولو هڅه کوي. د امريکا متحده ايالاتو بې دریغه پوځي ملاتړ هم د دغه رژیم د درنو تلفاتو د کمولو توان نه لري. د دغو بدلونونو په اساس د غزې او د حماس د اسلامی مقاومت غورځنګ په اړه د صهیونیسټ رژیم تګلاره بیا کتنې ته اړتیا لري.

د اقصی د طوفان یو کال، د مقاومت د ملاتړ لپاره په جنګ کې ښکیلې ډلې، د جنګ نور اړخونه او د صهیونیسټ رژیم د ستراتیژیک بحران ځینې مهمې موضوع ګانې په دې تحليل کې مطرح شوي دي.

د اقصی طوفان يو کال

د اقصی طوفان عملیات د یوې مهمې او غیر متوقعې پیښې په توګه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ نیټه د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس لخوا ترسره شول، د سیمې او نړۍ ټول قوتونه یې حیران کړل. دغه پوځي عملیات دصهیونیسټ رژیم له ظلم او محاصرې وروسته د فلسطین دځمکو له نیواک او په تیره بیا په غزه کې د صهیونیسټ رژیم له خوا د فلسطین د مقاومت د ډلو د حملو او ګواښونو په ځواب کې ترسره شول. له دې پېښې یو کال وروسته په سیمه کې ډېر سیاسي، پوځي او ټولنیز پرمختګونه شوي دي. په دې بدلونونو کې د کړکیچ زیاتوالی او د اوربند د رامنځته کولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅې شاملې دي.

د دې ترڅنګ د دغه طوفان انساني تلفات هم د پام وړ دي او د غزې د خلکو په خلاف د صهیونیسټ رژیم له پراخو جنایتونو سره د صهیونیسټی رژیم د پوځیانو او ملکیانو د زیاتې مرګ ژوبلې سبب شوی دی. په تیر یو کال کې د صهیونیسټی رژیم ۱۶۹۷ عسکر او افسران وژل شوي او ۵۰۰۰ نور ټپیان شوي چې له دې جملې څخه د ۶۹۵ تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی. همدارنګه ۱۹۰۰۰ نور اسراییلي ملکي وګړي ټپیان او ۱۴۳۰۰۰ نور بې ځایه شوي دي. دغه وضعیت په سیمه کې بشري ناورین ته لمن وهلې او د جګړې دواړو غاړو ته یې د بشري مرستو اړتیا زیاته کړې ده. له دې نه علاوه په مختلفو ناستو کې صهیونیسټی رژیم د دغه حملې انعکاس د عملیاتو د ژورو اغیزو او په ټولو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ډګرونو باندې اغیز لیدل شوی دی. د فلسطین مقاومت لخوا د څه د پاسه ۲۴۰ صهیونیسټانو یرغمل کیدل هم په صهیونیسټي ټولنه کې د ژورو سیاسي او ټولنیز اختلافونو سبب شوی دی.[1]

په نړیواله کچه د صهیونیسټ رژیم د بې ساری جنایتونو له امله د الاقصی طوفان، د دغه رژیم د نړیوال مشروعیت لپاره د ستر تخریب سبب شوی دی. د نړۍ په ‌ډیرو ښارونو کې په غزې کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غندلو کې په پرله پسې ډول مظاهرې وشوې. همدارنګه د هارورډ پوهنتون د یوې سروې د پایلو له مخې چې د مختلفو عمرونو دوه زره امریکایانو پکې ګډون کړی وو، ۵۱ فیصده ځوانان په دې باور دي چې د صهیونیسټي رژیم او فلسطین ترمنځ د شخړې اوږدمهاله حل د اسرائیلو ختمول او حماس او “فلسطینیانو” ته واک سپارل دي.[2]

له بلې خوا په غزې تړانګې باندې د نیواک دوام د دې سبب شوی چې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره مختلف نړیوال سازمانونه لاس په کار شي. د 2024 کال د مارچ پر 25مه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سمدستي او دایمي اوربند لپاره یو پریکړه لیک صادر کړ. دغه راز د جنورۍ په ۲۶ نېټه د عدالت د نړيوالې محکمې پرېکړه په غزه کې د فلسطينيانو د نسل وژنې د مخنيوي، د اساسي خدمتونو او بشري مرستو د تامينولو او په غزه کې د نسل وژنې د مخنيوي لپاره د موقتي تدبيرونو د نيولو پرېکړه وکړه. په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ د اسرائیلو د نیواک د دوام د پایلو د روښانه کولو لپاره د عدلیې نړیوالې محکمې ته خپله غوښتنه وړاندې کړه، خو صهیونیسټ رژیم د نړیوالو بنسټونو له خوا صادر شوی پریکړه لیک له پامه غورځولی. دغه بنسټونو صهیونیسټ رژیم د پخوا په پرتله ډیر په روښانه شکل د یو باغي او بې قانونه رژیم په عنوان یاد کړی دی.

په منځني ختیځ کې د مقاومت ډلې

دا چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د میلیونونو آزادو خلکو د غزې له خلکو او په فلسطین کې د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس په مشرۍ د مقاومت له ډلو سره خواخوږي لري، په منځني ختیځ کې د مقاومت نوري مختلفې ډلې «د مقاومت د محور» پنوم د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس سره په همغږۍ د غزې د خلکو دفاع لپاره د صهیونیسټي رژیم پرضد خپل پوځي عملیات پیل کړي دي.

دې ته په پام سره چې د صهيونېسټ رژيم په وړاندې د حماس د اسلامي مقاومت غورځنګ استقامت، پايښت او قربانۍ په نننۍ نړۍ کې له هيچا پټې نه دي. له همدې امله په دې اړه له جزیاتو ورکولو ډډه کوو او د غزې له خلکو او د حماس له اسلامي مقاومت غورځنګ سره په همغږۍ په منځني ختیځ کې د ځینو نورو جبهو د فعالو اقداماتو نومونه په مستقیم ډول معرفي او ذکر کوو.

د لبنان حزب الله: په منځني ختیځ کې د مقاومت د محور یوه مهمه ډله د لبنان حزب الله ده. صهیونیسټ رژیم په ۲۰۰۶ میلادی کال کې له لبنان سره د ځمکنۍ جګړې په پیلولو سره دغه هیواد ته داخل شو او له ۳۳ ورځني جنګ وروسته دغه جنګ د لبنان د حزب الله په بریا او د صهیونیسټانو په ماتې سره پای ته ورسید.

د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر په ۷ د اقصی د طوفان له شروع کېدو وروسته کله چې صهیونیسټ رژیم د غزې په ماشومانو او ملکیانو باندې خپل هوایي بریدونه پیل کړل؛ د لبنان حزب الله د نیواک شویو سیمو په شمال کې خپل بریدونه پیل کړل، که څه هم دغه جګړه تر ۲۷ سپتمبره د لبنان په جنوب کې د حزب الله په دفتر باندې د رژیم له برید او د حسن نصرالله تر وژل کیدو پورې د حزب الله او صهیونیسټ رژیم ترمنځ جګړه تر ډیره پراګنده او غیر منظمه روانه وه.  البته د دغې حملې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ جنګ زیات شو او حتی صهیونیسټ رژیم د روان کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه د لبنان پرضد خپل ځمکني عملیات پیل کړل.[3] په داسې حال کې چې صهیونیسټ رژیم د خپلو هوایي حملو په نتیجه کې د ماشومانو او ښځو په شمول په لسګونو کسان شهیدان کړل، خو د صهیونیسټ رژیم پرضد د تېرو جنګونو په پرتله د لبنان حزب الله ډیر لوړ پوځي توان لري او هره ورځ یې په نیواکګرو ښارونو، پلازمینې او حتی د لومړی وزیر نتانیاهو پر استوګنځي په لسګونو توغندي ویشتلي دي.[4]

انصار الله (د یمن حوثي): د یمن حوثي غورځنګ یا انصار الله په منځني ختیځ کې یو بل سیاسي او نظامي سازمان دی چې په 1990 لسیزه کې په یمن کې راڅرګند شو. یمني حوثیان د ایران په ملاتړ د یمن په کورنیو جګړو کې د قضیې یو اړخ و او د یمن په ډیرو برخو حتی د یمن په پلازمینه صنعا او شمالي برخو باندې تسلط لري، د صهیونیسټ رژیم خلاف د حوثیانو د عملیاتو پیل د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۱۹ نیټې څخه پیل شو کله چې هغوی په صهیونیسټ رژیم څو توغندي او ډرون وویشتل. له هغې وروسته د روان کال په نومبر میاشت کې په سورسمندر کې د صهیونیسټ رژیم په بیړیو حمله وکړه او یوه یې له ځانه سره یوړه. د راپورونو له مخې د روان کال تر جون میاشتې پورې په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې تر ۵۰ زیات اسراییلي، امریکايي او برتانوي کښتیو بریدونه شوي دي.[5] د دغې ډلې مشر عبدالملک الحوثي تل ټینګار کړی دی چې د غزې او لبنان د مظلومو خلکو په دفاع کې به د صهیونیسټ رژیم پرضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د عراق اسلامي مقاومت: د عراق اسلامي مقاومت چې په منځني ختیځ کې یو بل پوځي غورځنګ دی چې د صهیونیسټ رژیم په وړاندې د مقاومت محور کې هم شامل دی او په عراق او سوریې کې یې د امریکې په هدفونو باندې عملیات ترسره کړي دي. د الاقصی له طوفان وروسته دغه پوځي غورځنګ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۱۸ نېټه د یوې بیانیې په خپرولو هغه وخت له غزې سره خپل ملاتړ اعلان کړ چې د عراق په کردستان کې د حریر په هوايي اډه باندې د ډرون برید مسؤلیت یې په غاړه واخیست او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر تر ۳۰ نېټې پورې په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو شاوخوا ۲۰ بریدونه کړي دي.[6] په غزه کې د صهیونیسټ رژیم د یو کلن عملیاتو په ترڅ کې د عراق مقاومت وخت په وخت دامريکا متحده ايالات او صهیونیسټ رژیم په هدفونو حملې کړي دي، خو د لبنان پلازمېنې په جنوب کې د حزب الله د رهبرۍ په مرکز باندې له حملې او د صهیونیسټ رژیم لخوا په دغه حمله کې د دغه ګوند د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته، د عراق مقاومت په سیمه کې د “مقاومت محور” د یوې مهمې ډلې په توګه راڅرګند شوی دی او د حسن نصرالله له وژنې دوه ورځې وروسته ېې اعلان وکړ چې د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره یې د اشغال شوې سیمې په جنوب کې د ایلات په بندري ښار کې یو مهم هدف په نښه کړی دی.[7] له هغې وروسته بې پیلوټه الوتکو د فلسطین په اشغال شوې خاوره کې په ایلات کې نور هدفونه هم په نښه کړي دي.[8]

ایران: د اسلامي جمهوریت له پیل راهیسې ایران له صهیونیسټ رژیم سره خپل مخالفت اعلان کړی دی. ټولې هغه ډلې چې د صهيونېسټ رژيم په وړاندې مقاومت کوي د لبنان حزب الله په ګډون له ټولو ډلو ملاتړ کوي.

له بلې خوا له څو کلونو راهېسې د ایران حکومت له صهیونیسټ رژیم سره په مقابله کې د دغه هېواد مهم چارواکي د صهیونیسټ رژیم له خوا وژل شوي دي.[9] دې خړ تاریخ ته په پام سره صهیونیسټ رژیم په دغه جنګ کې د ایران د ښکیلتیا لپاره په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وواژه. له هغه وروسته د حزب الله مشر حسن نصرالله په لبنان کې وواژه او دغه کړنې د دې لامل شوې چې ایران پر اشغال شویو سیمو شاوخوا ۲۰۰ توغندي وتوغوي چې د ایراني چارواکو په وینا شاوخوا ۹۰ سلنه توغندي یې په هدف ولګېدل او لوی زیانونه یې واړول. په داسې حال کې چې د صهيونېسټ رژيم رسنيو د دغه رژيم د چارواکو په حواله د ايران د توغنديو په نتيجه کې د زياتو زيانونو خبرونه رد کړل. له څو ورځو خبرداریو وروسته صهیونیسټ رژيم د روان کال د اکتوبر په پنځمه په تهران او ځینو نورو ایراني ښارونو کې څو پوځي اډې په نښه کړې چې د ایرانیانو په وینا ډیر زیان یې نه دی اړولی او د انساني تلفاتو له مخې د دغه هیواد دوه پوځيان ووژل شول.[10] آیا ایران به د دغه برید په ځواب کې د صهیونیسټ رژیم پرضد حمله وکړي او که نه ؟ په ځواب کې کولای شو د ایران د سپاه پاسداران د پخواني قوماندان سردار عزیز جعفري څرګندونو ته اشاره وکړو چې څو ورځې وړاندې یې په خپله وړاندوینه کې ویلي وو: اسراییل به پر ایران محدود برید وکړي او ټینګار یې وکړ که برید لوی او د پام وړ و، دوی به خامخا څو ځله ځواب ورکړي.” په ایران باندې د اسراییلو د برید په اړه د خپرو شویو فلمونو او عکسونو او همدارنګه د ایراني رسنیو د راپورونو په اساس، داسې ښکاري چې صهیونیسټ رژیم کوم لوی او د پام وړ برید نه دی کړی. پدې اساس ممکن د ایران مستقیم ځواب ته ضرورت ونه اوسي.

د جنګ نوي اړخونه او د صهیونیسټ رژیم ستراتیژیکي بحران

په مقاومت کې د سیاسي او پوځي قومندانانو د وژلو او په ټول منځني ختیځ کې د خپلو پرله پسې حملو او په دغه سیمه کې د کړکیچ رامنځته کولو او د صهیونیسټ رژیم له خوا د بشري حقوقو د خلاف ورزیو په باره کې د صهیونیسټ رژیم هڅو ته په پام سره داسې معلومیږي چې د صهیونیسټي رژیم د جنګ پلان جوړونکي پدې بهیر کې د دریو موخو په لټه کې دي:

لومړی: دا چې صهیونیسټ رژیم چې د نتانیاهو په مشرۍ له خپلو لیونیانو سره د خپل ورک شوي وقار د بیرته راګرځولو په لټه کې دی هڅه کوي چې د ماشومانو او ښځو په شمول د ملکي خلکو پرضد خپلو عملیاتو ته شدت ورکړي او ادعا کوي چې عام خلک د اسلامي مقاومت او په فلسطین کې حماس او همدا راز د «مقاومت له محور» سره تړلې نورې ډلې چې د ده په ملاتړ جګړې ته داخلې شوې دي، خوښ دي چې عام خلک د دوی په مقابل کې ودرېږي. لکه څنګه چې نتانیاهو د فلسطین خلک د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس په وړاندې په ډیرو ویناوو کې هڅولي دي. همداشان په دې وروستیو کې په یوه ویډیويي کلیپ کې د ایران خلکو ته په خطاب کې هغوی یې د ایران اسلامي جمهوریت د حکومت پرضد وهڅول.

دوهم: دا چې صهیونیسټ رژیم په منځني ختیځ کې د خپلو حملو په پراخولو سره هڅه کوي په منځني ختیځ کې سیمه يیز قدرتونه لکه ایران ، ترکیه او سعودي عربستان په جنګ کې ښکیل کړي . د ترکیې د ملي استخباراتو د اکاډمۍ مشر په ایران باندې د احتمالي قوي حملې په اړه د صهیونیسټي چارواکو د خبرداري په لړ کې وویل په ایران باندې د صهیونیسټي رژیم د پراخې حملې په صورت کې به د ترکیې پښې هم جنګ ته وغزېږي او پدې اړه روسیې او چین وویل چې دوي به پدې اړه بې طرفه پاتې نشي.[11] خو اوس په ایران باندې د صهیونیسټ رژيم د حملې اندازې ته په کتلو سره جوته شوه چې امريکا متحده ايالات چې د صهیونیسټ رژیم ترټولو ستر ملاتړی دی دوی ته به اجازه ورنکړي چې دغه خوب یې پوره شي. په غزه او لبنان کې د رژيم د جنایتونو دوام او زیاتوالي ته په پام سره او د نړیوالې ټولنې چوپتیا په دغه جنګ کې د سیمه يیزو قدرتونو د لاس وهنې احتمالي خطرونه له پامه غورځولی نه شو.

درېیم: دا چې صهیونیسټي رژیم غواړي لومړی د فلسطین مقاومت او بیا په لبنان، عراق او سوریه کې د حزب الله په ګډون په منځني ختیځ کې د مقاومت ټولې جبهې له منځه یوسي. وروسته به له ایران سره د یوه سیمه ییز سیال په توګه ودریږي. په دې صورت کې پوښتنه دا پیدا کیږي چې آیا داسې یو څه درک کولای شو؟ د دې پوښتنې په ځواب کې، لاندې خبرې مطرح کیدی شي:

الف: د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د هغو خلکو له منځ څخه راپورته شوی چې د فلسطین د خاورې اصلي مالکان دي. له ځمکې څخه دفاع او مقاومت د انساني ارزښتونو ترڅنګ یو دیني ارزښت دی چې هغې ته حرمت او تقدس ورکوي او د فلسطین د خلکو جهاد او مقاومت او د حماس په مشرۍ ټولو مقاومتي ډلو دا خپل هدف ګرځولي دي.

ب: له دې سره سره چې صهیونیسټ رژیم د ټولو نړیوالو قوانینو د خلاف ورزۍ او د بشری ارزښتونو په تر پښو لاندې کولو سره په غزې باندې وحشیانه حملې پیل کړې او له یوې میاشتې راهیسې یې د غزې په شمال کې په بمباریو او جنګونو سربیره خلک له خوراک او اوبو بې برخې کړي دي. بيا هم د غزې خلکو خپله خاوره نه ده پرېښې او د هجرت پر ځای یې شهادت غوره کړی دی او ويلي يې دي چې د ۱۹۴۸ کال د خپلو پلرونو تېروتنه به نه کوي او خپله خاوره به نه پرېږدي.

ج: د مقاومت له محور سره تړلې ډلې د غزې په ملاتړ کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او د فلسطین او الاقصی جومات دفاع یو فرض او یو دیني وجیبه ګڼي. حوثيان د صهیونیسټي رژیم او د هغو د ملاتړو په بیړیو باندې د سره سمندرګي د تیریدو په کنټرولولو سره خپلو حملو ته دوام ورکوي. حزب الله د خپلو مشرانو له وژلو وروسته د صفونو په بیا جوړولو سره د صهیونیسټ رژیم پرضد حملې پیل کړې، صهیونیسټي پوځ ونه توانید د لبنان په جنوب کې پرمختګ وکړي او پراخ ځاني او مالي تاوانونه یې ولیدل.

د: صهیونیسټ رژیم د امريکا متحده ايالات په ملاتړ سره لا هم په هوایې او ځمکنیو حملو کې نسل وژنې ته دوام ورکړی دی. په دې کې شک نشته چې امريکا متحده ايالات په ژمنو او اقداماتو کې له صهیونیسټ رژیم سره لاس یو کړی دی. د الاقصی د طوفان له پیلیدو وروسته یی د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د توجیه کولو ترڅنګ د 17.9 ميلیارد ډالرو پوځي همکاري کړې او د یمن د حوثيانو په وړاندې یې 4.86 ميلیارده ډالره نور مصرف کړي دي.[12] پر دې سربیره د صهیونیسټ رژیم په لسګونو پوځیان د جنګ په مختلفو ډګرونو کې ښکار کیږي. له بلې خوا داسې رپوټونه شته چې د صهیونیسټ رژیم اوسپنېز بنسټونه مخ په غورځېدو او حد اقل ته رسیدلي دي. له همدې امله ممکن صهیونیسټ رژیم لدې وروسته د ټول منځني ختیځ د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وړاندې د مقابلې توان ونه لري. ښایي پر ایران یې د خپل کمزوري برید یو لامل همدا وي، چې ایران په لوی لاس ځواب نه ورکوي. په هر صورت، صهیونیسټ رژیم له یوې سترې ستراتیژیکې ستونزې سره مخامخ دی چې نه یوازې دا چې خپل ورک شوی وقار به بیرته ترلاسه نکړي، بلکې ورځ تر بلې د ځان او نورو لپاره په یوه ناورین بدلیږي.

له همدې امله نتانیاهو هڅه کوي چې منځنی ختیځ له ژور بحران سره مخ کړي. ځکه چې په منځني ختیځ کې د جګړې پراخول په دغه سيمه کې د نورو سیمه ییزو قدرتونو د مداخلې امکان زیاتوي چې په ټوله کې بحران رامنځته کوي. له همدې امله صهیونیسټ رژیم ته پکار ده چې د غزې او په منځني ختیځ کې د مقاومت د نورو جبهو په باره کې په خپلې تګلارې له سره غور وکړي.

پایله

د الاقصی د طوفان د عملیاتو له پیل او د صهیونیسټ رژیم له پراخو جنایتونو او د ګڼو انسانانو د مرګ ژوبلې له یو کال تیریدو وررسته، دغه عملیاتو د فلسطین د حالاتو په هکله د نړیوالو پوهاوی زیات کړی دی. د فلسطین ولس چې له اویا کلونو راهیسې د جبري مهاجرتونو، محرومیتونو، شکنجو او توهینونو ښکار دي، له بلې خوا، د صهيونېسټ رژيم حقيقت څرګند شو او د دې خاورې د اصلي خلقو په خلاف يې ظلم او جبر څرګند شو. نړیوالې مظاهري او د ټولپوښتنې پایلې د دې مسئلې په اړه د چلند د بدلون ښودنه کوي. سربیره پردې، د نړیوالو بنسټونو غبرګون او د پریکړه لیکونو صادرول، په ځینو مواردو کې د دغو بنسټونو د دوه مخيتوب ترڅنګ، په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو او د ثبات د رامنځته کولو لپاره د ګډو هڅو ښودنه کوي، خو د صهیونیسټي رژیم له خوا د دغو پریکړه لیکونو له پامه غورځول به بشري ناورین زیات کړي، تاوتریخوالی او جنګ به سیمه يیز کړي او نړۍ به له ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي.

د نتانیاهو او د صهیونیسټي رژیم وحشیانه اقدامات د دې سبب شول چې د فلسطین خلک په خپلو اعتقاداتو او د خپلې خاورې د دفاع او د خپلو مقدساتو په ساتنه کې لاټینګ شي. په فلسطین کې دننه د مقاومت ډلې د یووالي پر لور حرکت وکړي، او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو یوازینۍ حل لاره د وسله والو مقاومتي ډلو شتون وګڼي. د مقاومت ډلې د اقصی په طوفان کې لا زیات اتحاد او یووالي ته ورسېدل. دغه پيوستون نه يوازې د فلسطين بلکې سیمې د نورو خلکو د مقاومت د روحيې په پياوړتيا کې مرسته کړې ده، بلکې صهيونيسټ رژيم یی هم له ستونزو سره مخ کړی دی. د صهیونیسټ رژیم کړنې چې په ملکیانو حملې کوي تاوتریخوالی زیات کړی او ممکن د سیمه يیزو قدرتونو د مداخلې سبب شي. د حماس او د غزې له خلکو د اسلامي مقاومت غورځنګ سیمه يیز پوځي ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم پوځي بندیزونو ته په پام سره د حماس د ملاتړو جبهې د له مینځه وړلو لپاره د دغه هیواد هڅې به له سختو ننګونو سره مخامخ شي. له همدې امله صهیونیسټ رژیم د کړکیچ د زیاتېدو او د نورو جنګونو د مخنېوي لپاره باید په خپلو ستراتیژیو له سره غور وکړي او سیاسي او دیپلوماتیکي حل لارې ولټوي.

وړاندیزونه

۱- په دې برخه کې ملګري ملتونه باید د پریکړه لیکونو د صادرولو پرځای عملي اقدامات وکړي او صهیونیسټ رژیم دې دې ته اړ کړي چې وحشیانه بریدونه ودروي او د غزې مظلومو خلکو ته د بشري مرستو رسولو ته لاره هواره کړي.

۲- ملګري ملتونه باید د هغو هیوادونو مخه ونیسي چې د صهیونیسټي رژیم سره د وسلو او اقتصادي برخو کې همکاري کوي.

۳- د اسلامي هېوادو سازمان باید د بیت المقدس او د غزې د خلکو په ملاتړ جدي تصمیم ونیسي او که د صهیونیسټ رژیم له خوا نسل وژنه نه ودریږي، نو اسلامي هیوادونو سازمان بايد د پوځي ځواک څخه په ګټنه د جنګ د بندولو لپاره اقدام وکړي.

سرچینی

[1] . الجزیرة: عام علی طوفان الاقصی … 9/10/2024 ، لینک:

https://www.aljazeera.net/politics/2024/10/8/%D8%B9%D8%A7%D9%85-%D8%B9%D9%84%D9%89-%D8%B7%D9%88%D9%81%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D9%84%D8%A3%D9%82%D8%B5%D9%89-%D8%AD%D8%B5%D8%A7%D8%AF-%D8%A5%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%A6%D9%8A%D9%84%D9%8A

[2] . الجزیرة: عام علی طوفان الاقصی … 9/10/2024 ، لینک:

https://www.aljazeera.net/politics/2024/10/8/%D8%B9%D8%A7%D9%85-%D8%B9%D9%84%D9%89-%D8%B7%D9%88%D9%81%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D9%84%D8%A3%D9%82%D8%B5%D9%89-%D8%AD%D8%B5%D8%A7%D8%AF-%D8%A5%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%A6%D9%8A%D9%84%D9%8A

[3] . الجزیرة: الجیش الإسرائیلی یبدأ عملیة بریة داخل لبنان، 1/10/2024، لینک:

https://www.aljazeera.net/news/2024/10/1/%D8%B9%D8%A7%D8%AC%D9%84-%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%AA%D8%AD%D8%AF%D8%AB-%D8%A7%D9%84%D8%B9%D8%B3%D9%83%D8%B1%D9%8A-%D8%A7%D9%84%D8%A5%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%A6%D9%8A%D9%84%D9%8A-%D9%82%D9%88%D8%A7%D8%AA

[4] . ایسنا: اصابت پهپاد حزب الله به محل اقامت نتانیاهو در ” قیساریه”، 28 میزان 1403، لینک:

https://www.isna.ir/news/1403072820956/%D8%A7%D8%B5%D8%A7%D8%A8%D8%AA-%D9%BE%D9%87%D9%BE%D8%A7%D8%AF-%D8%AD%D8%B2%D8%A8-%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%A8%D9%87-%D9%85%D8%AD%D9%84-%D8%A7%D9%82%D8%A7%D9%85%D8%AA-%D9%86%D8%AA%D8%A7%D9%86%DB%8C%D8%A7%D9%87%D9%88-%D8%AF%D8%B1-%D9%82%DB%8C%D8%B3%D8%A7%D8%B1%DB%8C%D9%87

[5] . الجزیرة: البحریة الأمریکیة: المعرکة ضد الحوثیین الأعنف …، 14/6/2024، لینک:

https://www.aljazeera.net/news/2024/6/14/%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%AD%D8%B1%D9%8A%D8%A9-%D8%A7%D9%84%D8%A3%D9%85%D9%8A%D8%B1%D9%83%D9%8A%D8%A9-%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%B9%D8%B1%D9%83%D8%A9-%D9%85%D8%B9

[6] . The Washington Institute for Near East Policy: لمحة عامة: المقاومة الإسلامية في العراق، لینک:

https://www.washingtoninstitute.org/ar/policy-analysis/lmht-amt-almqawmt-alaslamyt-fy-alraq

[7] . الجزیرة: کیف سترد فصائل المقاومة العراقیة علی اغتیال نصر الله؟ 30/9/2024، لینک:

https://www.aljazeera.net/politics/2024/9/29/%D9%83%D9%8A%D9%81-%D8%B3%D8%AA%D8%B1%D8%AF-%D9%81%D8%B5%D8%A7%D8%A6%D9%84%D8%A7%D9%84%D9%85%D9%82%D8%A7%D9%88%D9%85%D8%A9-%D8%A7%D9%84%D8%B9%D8%B1%D8%A7%D9%82%D9%8A%D8%A9-%D8%B9%D9%84%D9%89

[8] . تسنیم: ۳ حمله پهپادی مقاومت عراق به ایلات و جولان اشغالی،‌ ۲ عقرب ۱۴۰۲ش، لینک:

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/08/02/3184124/3-%D8%AD%D9%85%D9%84%D9%87-%D9%BE%D9%87%D9%BE%D8%A7%D8%AF%DB%8C-%D9%85%D9%82%D8%A7%D9%88%D9%85%D8%AA-%D8%B9%D8%B1%D8%A7%D9%82-%D8%A8%D9%87-%D8%A7%DB%8C%D9%84%D8%A7%D8%AA-%D9%88-%D8%AC%D9%88%D9%84%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D8%B4%D8%BA%D8%A7%D9%84%DB%8C

[9] . العین فارسی: مروری بر مهمترین ترورهای اسرائیل در ایران، 2/8/2024، لینک:

https://alainpersian.com/article/israel-killings-iran

[10] . عصر ایران: 7 نکته در باره حمله اسرایئل به ایران…، 5 عقرب 1403ش، لینک:

https://www.asriran.com/fa/news/1008254/7-%D9%86%DA%A9%D8%AA%D9%87-%D8%AF%D8%B1%D8%A8%D8%A7%D8%B1%D9%87-%D8%AD%D9%85%D9%84%D9%87-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%A6%DB%8C%D9%84-%D8%A8%D9%87-%D8%A7%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%AD%D8%A7%D9%84%D8%A7-%DA%86%D9%87-%D9%85%DB%8C-%D8%B4%D9%88%D8%AF

[11] . خبرگزاری آنادولو: رئیس آکادمی میت: در صورت حمله ….17 میزان 1403ش، لینک:

https://www.aa.com.tr/fa/%D8%A7%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%86/%D8%B1%D8%A6%DB%8C%D8%B3-%D8%A2%DA%A9%D8%A7%D8%AF%D9%85%DB%8C-%D9%85%DB%8C%D8%AA-%D8%AF%D8%B1-%D8%B5%D9%88%D8%B1%D8%AA-%D8%AD%D9%85%D9%84%D9%87-%DA%AF%D8%B3%D8%AA%D8%B1%D8%AF%D9%87-%D8%A7%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%A6%DB%8C%D9%84-%D8%A8%D9%87-%D8%A7%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%A7%D8%AD%D8%AA%D9%85%D8%A7%D9%84-%DA%A9%D8%B4%D8%A7%D9%86%D8%AF%D9%86-%D8%A2%D9%85%D8%B1%DB%8C%DA%A9%D8%A7-%D8%A8%D9%87-%D8%AC%D9%86%DA%AF-%D9%88%D8%AC%D9%88%D8%AF-%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D8%AF/3354917

[12] . الجزیزة: تقریر: 17.9 ملیار دولار المساعدات العسکریة الأمریکیة لإسرائیل منذ طوفان الأقصی، 7/10/2024، لینک:

https://www.aljazeera.net/politics/2024/10/7/%D8%AA%D8%A7%D9%8A%D9%85%D8%B2-%D8%A3%D9%88%D9%81-%D8%A5%D8%B3%D8%B1%D8%A7%D8%A6%D9%8A%D9%84-%D8%B1%D9%82%D9%85-%D9%82%D9%8A%D8%A7%D8%B3%D9%8A-%D9%84%D9%84%D9%85%D8%B3%D8%A7%D8%B9%D8%AF%D8%A7%D8%AA

يو کلن الاقصی طوفان؛ د جګړې نوي اړخونه او د هغې ستراتیژیکې ستونزې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top