د CSRS-کابل او GASAM-استانبول ترمنځ د دوه‌اړخيزو همکاريو تفاهمنامه لاسليک شوه

په ترکيه کې د “سوېلي آسيا د ستراتېژيکو څېړنو مرکز”- استانبول او ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز-کابل ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو تفاهمنامه لاسليک شوه.

دا تفاهمنامه د “سوېلي آسيا د ستراتېژيکو څېړنو مرکز”-استانبول د مرستيال ښاغلي جمال ديمير او د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د رييس دکتور عبدالباقي امين له خوا په کابل کې د مرکز په دفتر کې لاسليک شوه.

ښاغلی ديمير کابل د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د رسمي بلنې له مخې په يوه درې ورځني سفر راغلی و او دلته يې د مرکز د رهبرۍ شورا له غړو سره پر ملاقاتونو سربېره، له ځينې علمي او اکاډېميکو مرکزونو هم ليدنه وکړه.

18 (2) 18 (3)

پای

د CSRS-کابل او GASAM-استانبول ترمنځ د دوه‌اړخيزو همکاريو تفاهمنامه لاسليک شوه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top