د امریکا د متحده ایالاتو هوایی ځواکونو د اپرېل په ۱۳مه (۲۰۱۷) د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په اسدخېلو کې د خپل تاریخ تر ټولو لوی غیراتومی بم استعمال کړ. دغه بم ته د «ټولو بمونو مور» نوم ورکړل شوی او دلته یې د کارولو هدف د “اسلامی دولت” یا داعش ډلې جنګیالی په نښه کول ښودل شوی؛ خو د ډېرو نورو په اند، د ټولو بمونو د مور بم کارول سمبولیک او د زور ښودنې څرګندونه یې کوله.
که څه هم د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست او یو شمېر نورو حکومتپلوه لورو په هېواد کې د دغه بم د کارولو ملاتړ وکړ؛ خو د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په شمول یو شمېر نورو لورو او طالبانو د دغه بم د کارونې پرضد سخت غبرګون وښود.
دا چې په افغانستان کې د دغه بم د کارونې اصلی موخه څه وه، ګټې او تاوانونه یې څه دی او ولې په اوسنی وخت کې دغه بم وکارول شو؟ په دې تحلیل کې پرې شننه کوو.
په ننګرهار کې ‘اسلامی دولت‘ ډله
په افغان-پاک سیمه کې د اسلامی دولت (خراسان ولایت) ډلې بنسټ د پاکستان په پښتون مېشته قبایلی سیمه کې کېښودل شو. له طالبانو څخه ناراضه یو شمېر مهم نظامی کسان لکه عبدالرووف خادم، چې د طالبانو د نظامی کمیټې د پخوانی مشر ملا عبدالقیوم ذاکر مرستیال و، هم له دغه ډلې سره یوځای شول. په مجموع کې داسې برېښی چې په دې ډله کې به د پاکستان د تحریک طالبان ډلې غړی، پخوانی افغان طالبان، د افغانستان او پاکستان پښتانه سلفیان او ښایی له یو شمېر نورو ډلو او ګوندونو سره تړلی کسان جذب شوی وی.
په پیل کې د “اسلامی دولت” ډلې عملی فعالیت د افغانستان له سوېل څخه پیل شو؛ خو په سوېلی ولایت هلمند کې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د عبدالرووف خادم وژل کېدو په افغانستان کې پر دغې ډلې اغېزه وښندله. همدا لامل و، چې دغې ډلې په دویم ګام کې خپل فعالیتونه د افغانستان له ختیزو ولایتونو کونړ او ننګرهار څخه پیل کړل. د دغو ولایتونو ارزښت په دې کې هم و، چې دلته د سلفی فکر پلویان او لارویان شته دی او دا ولایتونه د پاکستان له قبایلی سیمو/ایجنسیو سره هم تړل شوی دی. د دې ترڅنګ د پاکستانی نظامیانو د ضرب عضب عملیاتو هم یو شمېر کسان د افغانستان په لور راواړول او له کبله یې دلته د اسلامی دولت ډلې جنګیالی ډېر شول. په دغو جنګیالیو کې ډېر شمېر یې د اورکزۍ، باجوړ او یو شمېر نورو پښتنو ایجنسیو وو. د ننګرهار ولایت ارزښت په دې کې هم و، چې دوی به په اسانۍ سره وکولای شی، خپلو سیمو ته تګ-راتګ وکړای شی.
د کونړ په پرتله داعش ډلې په ننګرهار کې ډېرې بریاوې لرلې او د یوې څېړنې له مخې، د ۲۰۱۵ کال تر جولای پورې یې ۸ ولسوالۍ ونیولې. خو ډېر ژر دغه ډله په یوه درېاړخیزه جګړه کې ښکېله شوه. له یوې خوا یې له افغان طالبانو سره جګړه پیل شوه او له بلې خوا د افغان حکومت له عملیاتو او د امریکا له هوایی بریدونو سره مخ وه. همدا لامل شو، چې اوس یې تر ولکې لاندې ساحه له اتو ولسوالیو څخه څلورو ته راکمه شوې ده.
اسلامی دولت ډله او د ټولو بمونو مور
د امریکا او افغان حکومتونو په رسمی بیانونو کې، د دغه بم د غورځونې تر شا لوی هدف د اسلامی دولت یا داعش ډلې اړوند خراسان ولایت ډله په نښه کول ښودل شوی؛ خو وروسته د امریکا د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو لهخوا، له دغه بیان سره ضد او نقیض بیانونه هم واورېدل شول.
په بل اړخ کې، د افغان امنیتی ځواکونو او یو شمېر حکومتی امنیتی کارکوونکو په خبره، د اچین له اسدخېلو سیمې څخه ډېری ملکیان ایستل شوی وو، په دې سیمه کې، د داعش ډلې جنګیالیو نه یوازې دا چې ماینونه خښ کړی وو، بلکې ژور تونلونه او سمڅې یې هم ایستلې وې او امنیتی ځواکونو ته یې سخته کړې وه، چې له یوې خوا پرمختګ وکړی او له بلې خوا د ډرون بریدونو پرمټ دوی له منځه یوسی. همدا لامل و، چې د دغه بم اړتیا پیدا شوه. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومی قوماندان جان نېکلسن هم وویل، چې د ټولو بمونو د مور استعمال اړین و؛ ځکه له دې پرته به یې د افغان او بهرنیو ځواکونو تلفات زیات کړی وو. د دې ترڅنګ، د دې لپاره چې له خلکو څخه د ملکی تلفاتو اندېښنې لرې شی، د ملی دفاع وزارت ویاند دولت وزیری، په ننګرهار کې د ملی اردو ویاند او د اچین ولسوال په دغه ستر برید کې د ملکی تلفاتو د نه شتون په تړاو څرګندونې وکړې.
له دې سره سره، یو شمېر داسې نکات شته دی، چې لاهم ګونګ پاتې دی، لکه:
لومړی؛ داعش ډله، چې تر ډېره د یوې ګوریلایی ډلې بڼه لری، په یوه ځانګړی ځای کې نه پاتې کېږی؛ بلکې کله په یوه سیمه او کله ورسره په اړونده بله سیمه کې وی. دغه راز له ادعا کوونکو لورو (امریکا او افغان حکومت) پرته کوم بل درېیمګړی او خپلواک لوری په دغه بم کې یوازې د داعش سرتېرو وژنه نه ده ثابته کړې.
دویم؛ که چېرې د اچین ولسوالۍ اسدخېل سیمه د داعش ډلې مرکز وی، نو ډېره ممکنه ده، چې له دوی سره به یو شمېر بندیان او ځایی کلیوال هم په دغه سیمه کې مېشت وو؛ ځکه د خوندیتوب له پلوه ستراتېژیک ارزښت لری.
دریم؛ د دغه بم حجم، د چاودلو ډول او زور ته په کتلو سره ممکنه ده، چې له اسدخېلو سره په اړوندو نژدې سیمو کې هم ملکی خلکو ته تاوانونه او تلفات اوښتی وی؛ ځکه دغه بم شاوخوا لس ټنه وزن لری او ځمکې تر رسېدو لږ مخکې چوی. له همدې کبله د ځمکې پر سر تر څو کیلومترو پورې ویجاړی کوی.
څلورم؛ د امریکا د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې، چې دوی به د دغه بم ارزونه ونه کړی، هم د دغه بم د کارولو پر لاسته راوړنو پوښتنې راپورته کړې دی.
پنځم؛ د مختصصینو له نظره په دغه بم کې د استعمال شوو کېمیاوی موادو له کبله، دا بم په راتلونکیو وختونو کې په دغه سیمه کې پراخ او جدی چاپېریالی او روغتیایی تاوانونه له ځان لری؛ ځکه چاپېریال ساتونکو په دغه بم کې کارول شوی “ټی اېن ټی” کېمیاوی مواد د سرطان زیږوونکو موادو په نوم ثبت کړی، چې په اسانۍ سره له ډېرو لارو د انسان وجود ته لار موندلی شی.
د ټولو بمونو مور؛ د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو له لیدلوری
د داعش ډلې پرضد د دغه بم د استعمالولو اړوند رسمی بیان وراخوا، په افغانستان کې د دغه بم استعمال یو شمېر نظریو ته لاره خلاصه کړې:
لومړۍ نظریه؛ د دغه هوایی برید موخه د یوې سترې وسلې امتحانول وو. که څه هم یو شمېر دا ویلای شی، چې دا بم ډېر وړاندې جوړ شوی او هم ازمویل شوی و؛ خو بیا هم دا لومړی ځل دی، چې دا بم په جګړه کې استعمالېږی. دویم دا چې لومړی ځل دی، چې په یوه غرنۍ سیمه کې وکارول شو او له غورځونې وروسته د امریکایی ځواکونو د څېړنې یوې ډلې په سیمه کې د خاورو، ونو او بوټو پر نمونو څېړنې پیل کړې.
دویمه نظریه؛ شمالی کوریا او روسیې ته زور ښودنه؛ په یوه داسې مهال کې، چې د امریکا اړیکې له شمالی کوریا او روسیې سره د تېرو ۱۵ کلونو په پرتله د خرابېدو په لور روانې دی، هم پوښتنې راولاړې کړې دی. تر ټولو مهمه د دغه برید وخت دی. دا برید په هغه ورځ وشو، چې مسکو د افغانستان په تړاو د درېیمې ناستې کوربه و. د افغانستان په تړاو د مسکو دغه روانه پروسه په سیمه کې د امریکا پرضد له یوه نوی اېتلاف سره پرتله کېږی. امریکا له وړاندې له دغې پروسې سره مخالفت ښودلی دی او پر روسیې یې تور پورې کړی، چې له طالبانو سره مرستې کوی.
د دې ترڅنګ، د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس څرګندونې هم په همدې تړاو دی. دی چې اوسمهال د شمالی کوریا د ګاونډیو او سیالو هېوادونو په ۱۰ ورځنی سفر دی وایی، چې شمالی کوریا دې نور د امریکا د ستراتېژیکې چوپتیا امتحان نه اخلی. په تېرو دوو اوونیو کې نړۍ په سوریه او افغانستان کې د بریدونو له لارې زموږ د ولسمشر ځواک ولید. ځکه نو داسې ښکاری چې امریکا په دغه کار سره د روسیې، شمالی کوریا او په سیمه کې یو شمېرو نورو هېوادونو ته پیغام درلود.
د افغان حکومت دریځ
افغان حکومت د امریکا لهخوا د ټولو بمونو مور بم د استعمال له اعلان وروسته اعلامیه خپره کړه، چې دا برید له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره شوی. وروسته اجرائیه ریاست هم د دغه بم له کارولو ملاتړ وکړ.
افغان حکومت نه یوازې دا چې په ننګرهار کې د ټولو بمونو مور بم له کارونې ملاتړ وکړ، بلکې د عامه ذهنیت لپاره یې د دغه برید په ګټه بیانونه هم خپاره کړل. د بېلګې په توګه، سره له دې چې د اړوندو متخصصینو له قوله دا بم په سیمه کې چاپېریالی او روغتیایی ستونزې له ځان سره لری؛ خو د افغانستان د روغتیا وزارت له برید څخه کم وخت وروسته د دغه برید په ګټه بیان خپور کړ. په داسې حال کې چې له برید وروسته د افغان حکومت منسوبینو ته په سیمه کې د څېړنو او هلته د ورتګ اجازه نه وه او نه یې هم په دې تړاو د کومې بلې څېړنې سند له ځان سره درلود.
همدا لامل و، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی له برید یوه ورځ وروسته په یوه غونډه کې، ملی وحدت حکومت د ده په خبره په هېواد کې د امریکا د وسلو ازمایلو ته د اجازې ورکولو له کبله په ملی خیانت تورن کړ او زیاته یې کړه، چې دی دا حکومت د خپل ځان او خپلو ارمانونو استازی نه بولی. د ده په وینا، د دغه بم کارونه د هېواد پر ملی حاکمیت ښکاره تېری دی.
د دغه بم د کارونې له موافقو او مخالفو دریځو وراخوا، د افغانستان د جګړې له پېچلی وضعیت او تېرو تجربو جوته ده، چې په دا ډول بریدونو او وسلو کارولو دا جګړه ختمېدونکې نه ده او بالعکس دا برید او ترڅنګ یې د چارواکو ځینې بیانونه د جګړې پای ته رسولو ته د ژمنتیا ښکارندویی نه کوی.
پای