لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز (CSRS)
یادونه: د دغه تحلیل د پي ډي اېف فایل لپاره دلته کېک وکړئ.
___________________________________________________________________
په دې ګڼه کې لولئ:
- د هند او مالديپ ترمنځ نږدې تاريخي اړيکې؛ د چين فکټور
- د هند او مالديپ ترمنځ نږدې تاريخي اړيکې
- د اړيکو د خرابېدو لاملونه
- د اړيکو د خرابېدو منفي پايلې
- د چين فکټور
- پايله
- وړانديزونه
- سرچینې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مقدمه
په هندي بحر کې پروت د مالديپ جمهوريت له ۱۱۹۲ جزيرو څخه تشکيل شوی دی، چې له ډلې يې په ۲۰۰ جزيرو کې انسانان ژوند کوي. نفوس يې پنځه لکه او شل زره دی او په پلازمينه مالي کې يې اتيا سلنه نفوس اوسېږي.[۱] مالديپ يو اسلامي هېواد دی. اسلام يې د دولت رسمي دين او نږدې ۹۸ سلنه وګړي يې مسلمانان دي.
په ۲۰۲۳ز. کال د سپتمبر پر ۳۰مه نېټه مالديپ کې د جمهوري رياست ټاکنې ترسره شوې، دې ټاکنو ته پخواني جمهور رئيس ابراهيم محمد صالح او محمد معيزو نوماندان وو. د ټاکنو د کمپاين پرمهال ابراهيم محمد صالح هند سره د نږدې اړيکو او د (India First) پر بهرنۍ پاليسۍ سياست کاوه، خو بل خوا محمد معيزو د کمپاين پرمهال خلکو ته وعده ورکړې وه چې دی به له چين سره نږدې اړيکې پالي او مالديپ به په تمامه معنی خپلواکه کوي او د هند له نفوذ څخه به يې راوباسي. دغه ټاکنو ته ځينو رسنيو د چين او هند د ټاکنو نوم هم ورکړ، يعنې که ابراهيم يې ګټي، نو دا به د هند د بريا په معنی او که معيزو يې ګټي، نو دا به د چين د بريا په معنی وي. بلاخره ټاکنې محمد معيزو وګټلې او د خپلې کړې وعدې په تعقيب يې له هند څخه مخکې چين ته سفر وکړ.
همدارنګه د هند لومړۍ وزير نريندرا مودي د مالديپ جزايرو څنګ ته پرته هندي لکشديپ جزيرې ته سفر وکړ او خلکو ته يې دا پيغام ورکړ چې د لکشديپ جزيره هم د سياحت لپاره له مالديپ څخه کمه نه ده، د مودي د دې سفر په غبرګون کې د مالديپ د کابينې ځينو وزيرانو د مودي خلاف توهين اميزه الفاظ وکارول چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم خرابې شوې.
په دې تحليل که به د مالديپ او هند د دغو اړيکو د خرابوالي پر لاملونو، منفي پايلو او د مالديپ پر سر په سيمه ييز سياسي ساختار کې د هند او چين پر سياليو بحث وکړو.
د هند او مالديپ ترمنځ نږدې تاريخي اړيکې
هند او مالديپ ديني، کلتوري، قومي او ژبني مشترکات لري او دا د دوي د اړيکو د نږديکت يوه مهمه وسيله ده. هند لومړنی دولت و چې تر ټولو مخکې يې په ۱۹۶۵ز. کال کې د مالديپ له رامنځته کېدو وروسته دغه دولت په رسميت وپېژانده.[۲]
مالديپ په ۱۹۶۵ز. کال کې د ملګرو ملتونو غړی شو او په همدغه کال يې خپل بهرنی سياست اعلان کړ چې اولويت يې په کې هند، پاکستان او سريلانکا ته ورکړی و او غوښتل يې له دوی سره نږدې اړيکې ولري. [۳]
په ۱۹۸۰يمو کالونو کې د هند او مالديپ اړيکې يو ډير مهم پړاو ته هغه مهال داخلې شوې کله چې په ۱۹۸۱ز. کال کې دواړو هېوادونو د ملګرتيا تړون (Treaty of Friendship) لاسليک کړ. همدارنګه ۱۹۸۰يمو کالونو کې مالديپ د يوې کودتاه شاهد هم و، چې هند د واکمن نظام په ګټه په هغې کې مداخله وکړه او د (Operation Cactus) تر نوم لاندې يې عمليات وکړل او مالديپ يې له دې سترې ننګونې وژغوره[۴] او له هماغې وخت راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضاء او نږدې اړيکې رامنځته شوې.
د مالديپ اقتصاد تر ډيره په سياحت ولاړ دی او دې هيواد ته تر ټولو ډېر هنديان د سياحت لپاره ځي ځکه لنډ، مصارف يې کم او ښې منظرې لري، نو هند د مالديپ سره په اقتصادي، زيربناوو په جوړولو او امنيتي برخه کې پراخه همکاري لري.
د اړيکو د خرابېدو لاملونه
۱– له هند څخه چين ته اوښتل: د مالديپ په ۲۰۲۳ز. کال د سپتمبر د يوولسمې نېټې په ټاکنو کې د محمد معيزو برياليتوب او چين لوري ته د مالديپ د بهرني سياست اولويت اړول، په خپل ذات کې د هند د خفګان او د اړيکو د خرابېدو يو تر ټولو مهم لامل دی. محمد معيزو په ټاکنو کې له برياليتوب وروسته له هند مخکې چين ته سفر وکړ او کله چې د چين له سفر څخه راوګرځېده، نو رسنيو ته يې وويل چې مالديپ د هيڅ هيواد مستعمره نه ده، موږ خپلواک قوم يو او د يو دولت فرمايشونه هم نه منو. همدارنګه نوموړي دا هم وويل چې موږ يو کوچنی هيواد يو، خو د دې مطلب دا نه دی چې هر هيواد دې موږ ګواښي او بيا دې خپلې خبرې په موږ مني.[۵] د معيزو له دې ټولو خبرو اساسي هدف هند و.
۲- د مالديپ د ځينو وزيرانو له لوري مودي ته توهين اميزه الفاظ کارول: کله چې نريندر مودي لکشديپ هندي جزيرې ته سفر وکړ او غوښتل يې هنديانو ته پيغام ورکړي چې د مالديپ پر ځای دې هندي جزيرې ته د سياحت لپاره راشې، نو دا د مالديپ د حکومت د غصې لامل شو او دريو وزيرانو يې په ايکس (پخواني ټويټر) کې نريندر مودي ته ځينې توهين اميزه الفاظ استعمال کړل، دوی مودي ته د «مسخرې»، «ترهګر» او د «اسرائيلو غلام» الفاظ استعمال کړي وو. د يادونې وړ ده چې مالديپ پر غزه د صهيونستي اشغالګر رژيم وحشيانه بريدونه غندلي وو او هند د اسرائيلو دريځ تاييد کړی دی.[۶] هند د اسرائيلو ستراتيژيک ملګری دی او د اسرائيلو له لوري پر غزې د اوسنيو بريدونو پلوی دی او مالديپ د يو اسلامي هېواد په توګه د غزې د مسلمانانو حمايت کوي او د اسرائيلو دا بريدونه يې غندلي دي، د غزې په اړه د دواړو هېوادونه د دريځونو اختلاف هم پر اړيکو منفي اغيزه لري. همدارنګه هند د مودي تر رهبرۍ لاندې يو هندو پلوی مذهبي حکومت شکل خپل کړی دی چې تر ډېره د مسلمانانو په ګټه نه دی او مالديپ د يو اسلامي هېواد په توګه دا موضوع هم درک کړې ده. په ټولنيزو رسنيو کې د مالديپ د دريو وزيرانو له ليکنو وروسته د هند په ټولنيزو رسنيو کې عامو خلکو د مودي دفاع ته راودانګل او د مالديپ سره يې د اړيکو د پريکون غوښتنه وکړه. د هند حکومت هم دا عمل وغانده او په ډهلي کې يې د مالديپ سفير احضار کړ. محمد معيزو خپل درې واړه وزيران لرې کړل او په رسمي بيانيه کې يې وويل چې دا زموږ د حکومت پاليسي او دريځ نه دی. دا هم يو لامل شو چې د دواړو هېوادونو پر اړيکو منفي اغيزه وکړي.
۳- له مالديپ څخه د هندي پوځيانو د ويستلو اخطاريه: محمد معيزو د جمهور رئيس کېدو وروسته هند ته د مارچ تر ۱۵مې نېټې پورې له مالديپ څخه د خپلو ۸۹ پوځيانو د ويستلو وخت ورکړ. هند د مالديپ په بېلابېلو جزيرو کې په دريو بحري لويو بېړيو کې چې د پوځي اډو شکل لري ۸۹ پوځيان لري او له دې لارې هند غواړي چې په دې سيمه کې امنيت قايم کړي او هند او مالديپ ته هر ډول ګواښ دفعه کړي، خو مالديپ دا د خپلې خپلواکۍ له لپاره ګواښ ګڼې او د همدې لپاره محمد معيزوو له هند څخه وغوښتل تر څو دا پوځيان وباسي تر څو مالديپ په تمامه معنی خپلواک شي. دا درېيم لامل دی چې د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې منفي اغيزه کړې ده.
د اړيکو د خرابېدو منفي پايلې
مالديپ تر ډيره له اقتصادي اړخه په هند تکيه دی. د (National Bureau of Statistics) د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۱۹ز. کال راهيسې د مالديپ ۴۵۰۰۰ خلک په سياحتي جزيرو کې په کار بوخت دي چې د مالديپ په کار بوختو خلکو ۷ سلنه تشکيلوي. همدارنګه په دغه کال کې مالديپ د سياحت له درکه ۳.۱۷ ميليارده ډالر عايد لاسته راوړی دی چې د مالديپ د کلني عايد ۲۸ سلنه او د بهرنيو لارو لاسته راغلي عايد ۶۰ سلنه تشکيلوي. له ۲۰۱۱ز. کال څخه تر ۲۰۲۳ز. کال پورې هند د دې سياحينو څلورمه برخه تشکيلوي. له دې معلوميږي چې د مالديپ سياحت پر هند ولاړ دی او دا خرابې اړيکې کولای شي چې د مالديپ اقتصاد ته منفي پايلې ولري.
همدارنګه هند مالديپي وګړو د تدواې لپاره تر ټولو مهم ځای دی، د ۲۰۲۱ز.کال د ارقامو پر بنسټ هند يوازينی هغه هېواد دی چې مالديپي وګړي تر ټول زيات د تدواې په موخه ورځي. د دې ترڅنګ هند مالديپي وګړو ته په پراخه کچه د لوړو زده کړو زمينه برابروي او هغوی ته سکالرشيپونه ورکوي. همدارنګه هند تل د مالديپ سره په بحراني حالاتو کې مرسته کړې لکه په ۲۰۰۴ز. کال سونامې کې، ۲۰۱۴ز. کال د څښاک اوبو د بحران په حالت کې او د کرونا پرمهال،[۷] نو که اړيکې ډېرې خرابېږي، نو دې ټولو برخو باندې به منفي اغيزه کوي او کېدای شي مالديپ لپاره په پورتنيو برخو کې منفي پايلې ولري، خو که له چين سره اړيکې نږدې کېږي، نو کېدای شي دې ټولو برخو کې د هند پرځای چين له مالديپ سره همکاري وکړي او دا منفي پايلې به هم يو څه راکمې شي.
د هند لپاره به منفي پايله دا وي چې هغه به په خپله سيمه (جنوبي اسيا) کې تر خپل نفوذ لاندې يو هېواد له لاسه ورکړي. همدارنګه په دې سيمه کې د چين د نفوذ رامنځته کېدل به بله منفي پايله وي او ددې ترڅنګ کېدای شي هند ته ځينې امنيتي اندېښنې هم پېداشي، ځکه هند د مالديپ په امنيتي سکټور پراخ تسلط درلود، د مالديپ دفاعي پوځيانو ټرننګ ۷۰ سلنه د هند په لاس کې دی، د هغوی وسلې، مهارتونه او نورو اکثره امنيتي برخو کې هند په پراخه کچه دخيل دی، نو که هند له مالديپ څخه خپل پوځيان وباسي او اړيکې همداسې خرابې پاتې شي، نو هند د مالديپ له امنيتي برخې لرې پاتې شي او دا به هند ته ځينې امنيتي اندېښنې رامنځته کړي.
د چين فکټور
نړۍ څو قطبيتوب طرف ته په چټکۍ مزل کوي او په دې ډول بين المللي نظام کې به لوی قدرتونه د خپل قدرت په اندازه برخه وال وي. هند يو قوي سيمه ييز قدرت دی او په نړيوال سياست کې هم مهم ځای لري. په آسيا کې هند د يو نړيوال قدرت چين سره سيالي او جيوپولټيکي شخړه لري. هند د قاد (QUAD) په نوم د اتحاد غړی دی او د دې اتحاد اصلي موخه د چين د نفوذ مخنیوی دی. دا اتحاد امريکايان بسپنه کوي. چين په جنوبي اسيا کې د نفوذ هڅې کوي او په دې برخه کې په پاکستان، سريلانکا او بنګله دېش کې يې د پانګونې له لارې دغه هېوادونه تر ډېره پرځان متکي کړي دي. مالديپ د جنوبي اسيا بل هغه هېواد دی چې چين هڅه کوي د هند له کنټرول او نفوذ نه يې راوباسي او د محمد معيزوو له برياليتوب وروسته داسې ښکاري چې چين په مالديپ کې پر هند برلاسه کېدونکی دی.
په ټاکنو کې له برياليتوب وروسته معيزو له هند مخکې چين ته سفر وکړ او له ۸ جنورۍ څخه تر ۱۲ جنورۍ پورې هلته و. د دې سفر پرمهال يې له چين سره ۲۰ هوکړه ليکونه لاسليک کړل چې په دې کې د سياحت او د يوې لارې يو کمربند له لارې د اقتصادي او پانګونۍ همکارۍ هوکړه ليکونه شامل دي. همدارنګه په امنيتي برخه کې هم دواړو هېوادونو هوکړه ليکونه لاسليک کړي په ځانګړي ډول د نړيوال امنيتي نوښتونو (Global Security Initiative) د تطبيق په برخه کې. دغو پرمختګونو له يوې خوا هند ته او له بلې خوا په سيمه کې جاپان، اسټراليا او امريکا متحده ايالاتو ته هم اندېښنې پېداکړي، ځکه دغه هېوادونه هڅه کوي چې د چين د نفوذ مخنیوی وکړي.
د دې سفر پرمهال چين او مالديپ د ستراتيژيک مشارکت يو اکشن پلان (Action Plan for Building a China-Maldives Comprehensive Strategic Cooperation Partnership) هم لاسليک کړ او د دې پلان له لارې به راتلونکو ۲۵ کالونو کې دواړه هېوادونه د دوه اړخيزو همکاريو ترڅنګ په سيمه کې هم له يو او بل سره همکارۍ کوي. دې ستراتيژيک مشارکت مالديپ په مکمل ډول د چين امنيتي چوکاټ لاندې راوست. چين هڅه کوي په هندي سمندر کې خپلې جاسوسي کښتې ډېرې کړي او خپل امنيت له دې ځايه وساتي، د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره مالديپ هم همکاري کولای شي.[۸]
معيزوو د خپل ټاکنيز کمپاين پرمهال د (India Out) شعار پورته کړی و او له برياليتوب وروسته يې په بهرني سياست کې چين د لومړۍ کرښې په توګه ځای درلود او د همدغه ځای د ساتنې او د چين په مرکزيت د خپل بهرني سياست د راڅرخولو په موخه يې په ۲۰۲۳ز. کال د ډسمبر په مياشت کې د کولمبو امنيتي غونډه (Colombo Security Conclave (CSC)) کې ګډون ونکړ. دا امنيتي غونډه د هند په نوښت په ۲۰۱۱ز. کال کې رامنځته شوې او فعلاً يې هند، سريلانکا، مالديپ او مورشس (Mauritius) غړي دي. دا چې د امنيتي غونډه د هند په مرکزيت راڅرخي په همدې مالديپ غونډه کې ګډون ونکړ او په امنيتي برخه کې چين ته د تمايل په موخه يې د چين په نوښت رامنځته شوي (China-Indian Ocean Region Forum on Development and Cooperation (CIOFRDC)) غونډه کې ګډون وکړ او جمهور رئيس خپل مرستيال حسين محمد لطيف دې غونډه ته ورولېږه. دا غونډه د هند په نوښت جوړه شوې غونډې ته ورته ده او جالبه دا ده چې دواړه غونډې د ۲۰۲۳ز. کال د ډسمبر په مياشت کې وشوې.[۹]
چين په هندي سمندر کې يوازې امنيتي اندېښنو د رفع کولو لپاره نه بلکې د خپلو اقتصادي موخو د ترلاسه کولو لپاره هم غواړي په دې سيمه کې نفوذ پېداکړي، ځکه په دې سيمه کې د مالاکا مهم تنګی دی چې د چين لپاره تر ټولو مهمه اقتصادي لار ده او امريکا متحده ايالات او هند غواړي چې دغه لارې د چين لپاره ستونزمنه کړي، نو د همدغو اقتصادي او امنيتي اندېښنو د لمنځه وړلو په موخه چين غواړي په هندي سمندر کې پراته هېوادونو کې خپل نفوذ پراخه کړي او مالديپ يو له دغو هېوادونو څخه دی.
لنډه دا چې چين لور ته د مالديپ اوښتل د هند لپاره امنيتي او اقتصادي اندېښنې لري او د دغو اندېښنو د لمنځه وړلو په موخه به هند په مالديپ هر ډول فشار راوړي تر څو له چين څخه وګرځي او يا حد اقل د هند ځينو اندېښنو ته ځواب ووايي او تراوسه پورې د چين فکټور د دواړو هېوادونو د اړيکو په خرابوالي کې مهم رول لوبولی او همدا فکټور کېدای شي راتلونکې کې هم دا اړيکې لا خرابې کړي.
پايله
هند او مالديپ نږدې تاريخي اړيکې لرلي دي او له ۱۹۶۵ز. کال او په ځانګړي ډول له ۱۹۸۰يمو کالونو څخه وروسته مالديپ تر ډيره په اقتصادي او امنيتي لحاظ پر هند متکي و. په مالديپ کې د معيزوو له برياليتوب وروسته مالديپ په خپل بهرني سياست کې لوی بدلون راوست او له هند څخه چين ته واوښتل. هند د يو سيمه ييز قدرت او د چين د سيال په توګه د مالديپ دې کار ته اندېښمن دی، ځکه له يوې خوا په پاکستان کې د چين نفوذ او له بلې خوا په پراخه کچه په مالديپ کې د چين نفوذ چې دواړه د هند سره ګډه پوله لري په امنيتي لحاظ د هند لپاره اندېښنې زېږولې دي او د نورو لاملونو ترڅنګ د مالديپ او هند د اړيکو د خرابوالي کې چين فکټور مهم رول لوبولی دی. د هند او مالديپ خرابې اړيکې د مالديپ لپاره په اقتصادي برخه کې او د هند لپاره په امنيتي برخه کې منفي پايلې لري.
همدارنګه بين المللي نظام د څو قطبيتوب طرف ته په چټکۍ روان دی او په دې نظام کې د چين او هند سيالۍ هم شاملې دي، مالديپ د دوی سيالي د ځان لپاره فرصت ګڼي او هڅه کوي چې د دوی له لارې خپلې امنيتي او اقتصادي ګټې خوندې کړي.
وړانديزونه
۱- مالديپ د يو خپلواک دولت په توګه حق لري چې خپل بهرنی سياست د خپلو ګټو پر بنسټ تنظيم کړي، خو د دې لپاره چې د لويو قدرتونو د سياليو ډګر نشي، ښه ده چې د هند او چين ترمنځ په بهرني سياست کې توازن وساتي.
۲- هند هم بايد مالديپ ته د يوې مستعمرې په نظر ونه ګوري، د هغوی ملي حاکميت ته دې احترام وکړي او د يو خپلواک دولت په توګه دې ورسره تعامل وکړي.
۳- دا چې بين المللي نظام د څو قطبيتوب طرف ته روان دی، نو دا کوچنيو دولتونو ته يو فرصت دی تر څو د لويو قدرتونو د سياليو څخه ګټه واخلي او خپلې اقتصادي او امنيتي ګټې خوندي کړي، افغانستان هم بايد دې فرصتونو ته اماده ګي ولري.
مأخذونه
[۱] محمد ثناء الهدی قاسمی. مالديپ اور هندوستان کې بګړی تعلقات، سيل روان ويب سايټ، ۲۰۲۴ز. کال، د لاسرسي وړ لېنک: https://sailerawan.com/elementor-10527/
[۲] Rahul M. Lad & Ravindra G. Jaybhaye. Reciprocal Alliances: Unpacking the Mutual Dependence of India and Maldives, The Geopolitics, March 2, 2024, Access link: https://thegeopolitics.com/reciprocal-alliances-unpacking-the-mutual-dependence-of-india-and-maldives/
[۳] Ibid.
[۴] Ibid.
[۵] ډي ډبيلو نيوز ايجنسي. بھارت۔ مالدیپ تنازعہ: ہم پر کوئی دھونس نہیں جما سکتا، معیزو، ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، لاسرسي وړ لېنک: https://www.dw.com/ur/%D8%A8%DA%BE%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D9%85%D8%A7%D9%84%D8%AF%DB%8C%D9%BE-%D8%AA%D9%86%D8%A7%D8%B2%D8%B9%DB%81-%DB%81%D9%85-%D9%BE%D8%B1-%DA%A9%D9%88%D8%A6%DB%8C-%D8%AF%DA%BE%D9%88%D9%86%D8%B3-%D9%86%DB%81%DB%8C%DA%BA-%D8%AC%D9%85%D8%A7-%D8%B3%DA%A9%D8%AA%D8%A7-%D9%85%D8%B9%DB%8C%D8%B2%D9%88/a-67980336
[۶] مخکینی مأخذ.
[۷] Rahul M. Lad & Ravindra G. Jaybhaye. Reciprocal Alliances: Unpacking the Mutual Dependence of India and Maldives, The Geopolitics, March 2, 2024, Access link: https://thegeopolitics.com/reciprocal-alliances-unpacking-the-mutual-dependence-of-india-and-maldives/
[۸] Rishi Gupta. Ripples in Maldives-India relations: The China factor, Think China, 31 Jan, 2024, Access link: https://www.thinkchina.sg/ripples-maldives-india-relations-china-factor
[۹] Ibid.