له تېرو څو اوونیو راهیسې، په امریکایی رسنیو کې د افغانستان د جګړې د خصوصی کولو په تړاو بحثونه راپورته شوی. په دې تړاو د بلک واټر کمپنۍ بنسټ اېښودونکی، په «وال سټریټ» ژورنال کې د یوې مقالې او «یکشنبې خبری برایټبارټ»[۱] رادیویی پروګرام کې د یوې مرکې له لارې، په افغانستان کې د امریکا د جنګی ستراتیژۍ پر بدلون ټینګار وکړ. د ده په اند، د افغانستان د جګړې یوازېنی حل، د جګړې ډګر ته د کرایی جنګیالیو دننه کول دی. دوې اوونۍ وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو شمېر سلاکارانو او هغه ته نږدې کسانو هم هڅې پیل کړې، چې افغانستان ته د امریکایی پوځیانو پرځای، کرایی جنیګالی ولېږل شی.
دا په داسې حال کې دی، چې د یوناما د وروستی راپور له مخې، روان کال د افغان ملکیانو لپاره تر ټولو خونړی و؛ د تېر ټول کال په پرتله د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۶۳۴ بمی او توغندیز بریدونه شوی دی.[۲] د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم، تېره اوونۍ په افغانستان کې له جنګېدونکو څلورو امریکایی پوځیانو څخه په سپینه ماڼۍ کې د یوې ناستې پرمهال، د افغانستان د امنیتی وضعیت په اړه پوښتنې وکړې او ویې ویل: «زه غواړم پوه شم، چې افغانستان کې زموږ شپاړس کلنه جګړه د څه لپاره ده، موږ باید څه وکړو او تاسې باید موږ ته خپل د سترګو لیدلی حال او ارزونه ووایئ»[۳].
دا چې زموږ په سیمه کې د کرایی جنګیالیو شالید څه دی؟ په ځانګړی ډول افغانستان کې د امریکا روانه جګړه، په تېرو کلونو کې د کرایی او دولتی جنګیالیو له اړخه څه ډول روانه وه؟ آیا سوداګر ټرمپ به په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه خصوصی کړی؟ که هو، نو آیا د خصوصی سکتور کرایه شوی جنګیالی به د امریکا تګلاره بریالۍ کړی؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو دلته ځواب کړې دی.
د جګړې په ډګر کې کرایی جنګیالی
د جګړو په ډګر کې د کرایی جنګیالیو د تاریخ لرغونوالی له دې هم څرګند دی، چې د ټولنیزو علومو او جنګی ستراتیژیو او تاریخ یو شمېر څېړونکی، کرایی جنګیالیتوب د نړۍ هغه دویمه پخوانۍ دنده بولی، چې انسانان پکې پاتې شوی دی.
کرایی جنګیالی هغه چا ته ویل کېږی، چې د پردی هېواد لپاره جګړه کوی، یا هم د جګړې ښکېل اړخ نه وی او جګړه یوازې د شخصی ګټې یا پیسو لپاره کوی. له تاریخی پلوه هم، د ډېرو امپراتوریو او فاتحینو په پوځونو کې، کرایی جنګیالی وو.
په معاصر تاریخ کې د کرایی جنګیالیو تر ټولو غوره نمونه، په هندوستان کې د ختیځ هند کمپنۍ ده، چې پر هند یې تر څو پیړیو پورې حکومت وچلاوه.
د امریکا “افغان جګړه“؛ د کرایی او دولتی جنګیالیو ترمنځ
دا لومړی ځل نه دی، چې امریکا په افغانستان کې پر کرایی جنګیالیو غور کوی؛ بلکې له دې وړاندې یې هم، په افغانستان کې په خپله ۱۷ کلنه جګړه کې، له کرایی جنګیالیو کار اخیستی دی. په افغانستان کې د امریکا جګړه لومړی د سی آی اې د استخباراتو، ځانګړو ځواکونو او قراردادیانو لهخوا پرمخ وړل کېده، چې د هوا له لارې امریکایی هوایی ځواکونو او په ځمکه طالب ضد سیمهییزو ځواکونو مرسته ورسره کوله.
دا لومړی ځل هم نه دی، چې د بهرنیانو لهخوا په افغانستان کې له کرایی جنګیالیو کار اخېستل شوی؛ بلکې د یو شمېر نورو فاتحینو پر لښکرو او پوځیانو سربېره، انګریزانو هم د نولسمې پېړۍ په دوو جګړو کې افغانستان ته د خپلو پوځونو ترڅنګ، د هندوستان کرایی جنګیالی هم راوستی وو.
د طالبانو د نظام له ړنګېدو وروسته، په افغانستان کې د امریکایی سرتېرو شمېر په تدریج سره زیات شو، چې بالاخره په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شمېر خپل اوج ته ورسېد. په افغانستان کې د امریکا تېرې ۱۷ کلنې جګړې ته په کتلو سره ویلای شو، چې دا جګړه یوازې دولتی سرتېرو مخته نه ده وړې؛ بلکې د ۲۰۰۱ کال په پای او د ۲۰۰۲ کال په پیل او بیا تر ۲۰۱۰ کال پورې، کرایی جنګیالیو د افغانستان په جګړه کې برخه لرله. په دې موده کې له ۵۲ تر ۹۰ پورې کورنی او بهرنی خصوصی امنیتی شرکتونه فعال وو، چې له ۴۰ زره زیات جنګیالی یې لرل.
د ۲۰۱۰ کال په نیمایی کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د یوه فرمان له لارې پر ۵۲ کورنیو او بهرنیو امنیتی شرکتونو بندیز ولګاوه، چې بلک واټر کمپنۍ هم پکې شامله وه[۴]. وروسته بلک واټر د «اېکس ای» تر نامه لاندې فعالیتونه کول.
سوداګر ټرمپ او د جګړې خصوصی کول
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د افغانستان پر جګړې او په دې جګړه کې د اوباما پر تګلاره نیوکې کولې؛ خو د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال یې د افغانستان د جګړې په تړاو له نشت سره برابرې څرګندونې وکړې. د ولسمشریزو ټاکنو له ګټلو وروسته یې، که څه هم څو ځله له افغان ولسمشر اشرف غنی سره ټېلېفونی خبرې وکړې او د افغانستان په تړاو یې د امریکا د تګلارې روښانه کولو ژمنې وکړې؛ خو د نوموړی له لوړې کولو شپږ میاشتې تېرېږی، چې لا هم د امریکا نوی حکومت د افغانستان په تړاو خپله تګلاره نه ده روښانه کړې. خپله د سپینې ماڼۍ په اند، د ټرمپ د ستراتیژۍ په اعلان کې د ځنډ ستر لامل دا دی، چې دوی هراړخیزې مشورې او فکرونه ارزوی، ترڅو د نوې ستراتیژۍ له لارې افغان جګړې ته د پای ټکی کېږدی.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې، په امریکا کې د افغان جګړې لپاره د حل په توګه، د کرایی جنګیالیو پر لېږلو او د جګړې پر خصوصی کولو ټینګار کېږی. دا غوښتنې تر ډېره د شخصی نظامی کمپنیو د مشرانو او په دې سوداګرۍ کې د ښکېلو کسانو لهخوا کېږی. په تېره بیا د بلک واټر د بنسټګر «اریک ډی پرینس» او د «داین کورپس» کمپنۍ مشر «سټیو فینبرګ» لهخوا دا ډول غوښتنې کېږی، چې د ولسمشر ټرمپ د یو شمېر سلاکارانو او په تېره بیا د هغه د زوم «جراډ کوشنر» ملاتړ هم ورسره دی.
په دې تړاو د بلک واټر بنسټګر، په وال سټریټ ژورنال او یو شمېر نورو رسنیو کې مرکې وکړې او د افغانستان د جګړې حل یې د کرایی پوځیانو په لېږلو او د جګړې په خصوصی کولو کې نغښتی وباله. د ده په اند، په سوېلی آسیا کې د ختیځ هند کمپنۍ بېلګه، په دې تړاو تر ټولو بریالۍ وه. د ختیځ هند کمپنۍ پر هندوستان تر څو پېړیو پورې حکومت وکړ. د دې ترڅنګ، د ده په باور د جګړې خصوصی کول او د کرایی پوځیانو لېږل به، د امریکا د جګړې لګښتونه هم راکم کړی. دی وایی، که چېرې جګړه خصوصی شی او افغانستان ته کرایی پوځیان ولېږل شی؛ نو د دوی لګښت به د امریکایی جګړې د اوسنیو لګښتونو له ۱۰ سلنه سره برابر وی. دی، د خپلې ادعا د اثبات لپاره پر افغانستان د امریکایی یرغل لومړی کال وړاندې کوی؛ ځکه د ده په اند په دغه کال په افغانستان کې د کرایی جنګیالیو رول زیات و[۵].
اریک ډی پرینس، سټیفن بینن او جراډ کوشنر په پنټاګون کې د امریکا له دفاع وزیر جیمز متیس سره هم، په همدې تړاو لیدلی دی. د امریکایی رسنیو له قوله، جیمز متیس د دوی خبرې اورېدلې؛ خو د خپل لیدلوری په تړاو یې معلومات نه دی ورکړی. داسې برېښی، چې ښایی جیمز متیس له دې طرحې سره مخالف وی.
آیا کرایی جنګیالی به د امریکا تګلاره بریالۍ کړی؟
تر ټولو اساسی پوښتنه دا ده، چې آیا هغه څه چې د امریکا له ۱۰۰ زره زیاتو پوځیانو او له ۱۵ زیاتو جنرالانو ونه کړای شول، څه تضمین شته چې یو څو زره کرایی جنګیالی به یې وکړای شی؟ هغه هم داسې مهال، چې کرایی جنګیالیو او یا هم امنیتی خصوصی شرکتونو، دلته خورا خراب نوم ګټلی او په عراق او افغانستان کې، په یو شمېر خونړیو پېښو او نامسؤوله کړنو کې ښکېل وو.
د بلک واټر بنسټګر د خپلې ادعا د اثبات لپاره د ختیځ هند کمپنۍ استدلال په داسې حال کې کوی، چې دغه کمپنۍ هم په هند کې هومره بریالۍ طرحه نه وه. هغه مهال اساسی لاملونه په هند کې ملوک طوایفی او د مغولی سلطنت کمزورتیا وه. د دې ترڅنګ د ختیځ هند کمپنۍ، هند یو ځل “دیوالی” کړ او بل ځل یې بیا د هندوستان مسلمانان او هندوان اړ کړل، چې د کمپنۍ پرضد د آزادۍ جګړه وکړی. د دوی دا جګړه اوس هم د ۱۸۵۷ کال د آزادۍ د جګړې یا هم د بغاوت د جګړې په نوم یادېږی. د همدغو دوو عواملو له کبله بیا انګلستان اړ شو، چې هندوستان د ملکې تر تاج لاندې راولی او په هندوستان کې نور د کمپنۍ حکومت ته د پای ټکی کېږدی.
د کرایی جنګیالیو راتګ او طرحه به، په ښکاره یوازې هغه چاته ګټه ورسوی، چې په دې شخصی سوداګرۍ کې ښکېل دی؛ خو دا طرحه هېڅکله نه شی کولی، چې په لنډ وخت کې د امریکا تېره ۱۷ کلنه جګړه په بریالیتوب واړوی.
پای
[۱] Breitbart News Sunday.
[۲] Washington Post, >US Air Strikes in Afghanistan are at levels not seen since Obama troop surge<, 17 July 2017, see it online: https://www.washingtonpost.com/news/checkpoint/wp/2017/07/17/u-s-airstrikes-in-afghanistan-are-at-levels-not-seen-since-obama-troop-surge/
[3]نړۍ نیوز، «ټرمپ په افغانستان کې د امریکا پر پوځی حضور نیوکې کړې»، ۱۹ جولای ۲۰۱۷، پرلیکه بڼه:
http://naraynews.com/?p=9077
[۴] دویچه ویله، «حکومت افغانستان: برنامۀ انحلال هشت شرکت امنیتی موفقانه انجام شد»، ۳ اکتوبر ۲۰۱۰، آنلاین:
http://www.dw.com/fa-af/a-6070827
[۵] د بلک واټر د بنسټګر د بشپړې مرکې لوستلو لپاره، لاندې لینک پرانیزئ: