د مسلکی ژباړې او تحقېق اصول شپږ میاشتنۍ روزنیزه دوره ترسره شوه

د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څیړنو مرکز (CSRS) د “مسلکی ژباړې او تحقېق اصول”  شپږ میاشتنۍ روزنیزه دوره چی د (9 جدی 1403 هـ ش – 2024 کال د جنورۍ په 01) نېټه د شرایطو وړ کسانو لپاره پیل او د (10 سرطان 1403 هـ ش- 2024 کال د جون په 30) نېټه پای ته ورسیده.

یاده دوره د شرایطو وړ کسانو د جذب لپاره د ۱۵ ورځو لپاره د ویبسایت او مرکز اړوند اجتماعی شبکو له لارې اعلان شوه چې ۳۳۶ نفرو خپل نومونه ثبت کړل چې له  ډلې څخه یی ۱۰۵ کسانو د اصول ترجمه او ۲۳۱ کسانو د تحقیق برخه کې خپل نومونه ثبت کړل، چې د یو ګمارل شوی هییت او د یو شفاف امتحان (په عربی ژبه کې مکمل مهارت) له لارې ۲۲ تنه د اصول ترجمه برخې ته کامیاب شول او د تحقیق برخه کې د ټولو ثبت شوو کسانو د اسنادو (د لیسانس دورې اسناد لرونکي) د ارزیابی وروسته ۷۹ تنه په شرایطو وړ وپیژندل شول او صنفونو ته معرفی شول.

د یادو ۱۰۱ تنه زده کوونکي لپاره ۵ ټولګي ترتیب شول چې ۲ یی د اصول ترجمه او ۳ یی  د اصول تحقیق برخه کې وو. د دې ترڅنګ د دورې د مخ ته وړلو لپاره د هیواد څلور پیاوړی استادان چې د تر دوکتورا تر کچې پوری یی زده کړی درلودې او د کابل پوهنتون او ښوونې او روزنې پوهنتون د علمی کادر غړی هم وو د دورې د ترینرانو حیث وګمارل.

په یاده دوره کې دوه نظري او عملی مرحلې شاملې وې او پر عملی اړخ تمرکز زیات و.

په یاده دوره کې زده کوونکو هفته کې ۴ ساعته درس درلود چې په لومړي پړاو کې د دریو میاشتو لپاره د مسلکی ژباړې بیلابیل ځانګړي میتودونه په نظري ډول د دورې استادانو دوکتور عبدالصبور فخري او دوکتور شاه رخ رؤوفي لخوا وړاندې شول. دغه راز د تحقېق برخې په لومړي پړاو کې د دوکتور عبدالصمد مشتاق او دوکتور سيد علي اقبال لخوا د تحقېق اصول وړاندې شول.

یاده دوره د پروژې د تیم په ځانګړی ډول د نظارت او ارزیابی مسول لخوا په دوامدار شکل او د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څیړنو مرکز د علمی بورد غړو لخوا هم وخت په وخت د پروژې ساحې څخه لیدنه کیدله ترڅو زده کوونکو ته شته خدماتو ( تدریسی بهیر، ښوونکو زده او کوونکو حاضری، تدریسی چاپیریال، د زده کوونکو لپاره انترنت، ریفرشمنت او نور خدمات) ارزیابی کړی تر د دورې اهداف په ښه شکل ترلاسه شی.

د ژباړې په دویمه مرحله کې چې درې میاشتې وخت یی ونیو، دوه خورا مهم او ارزښتناک کتابونه:

  • من الصحوة إلى اليقظة؛ استراتيجية الإدراك للحراك: از بیداری تا آگاهی؛ استراتژی آگاهی برای تحرک
  • تدبر القرآن‌الکریم، بین النظریه و التطبیق – تدبر در قرآن کریم از تئوری تا تطبیق

د دریو میاشتو په موده کې د ګروپی فعالیت په توګه د زده کوونکو لخوا ژباړل شوی او چاپ ته وسپارل شول.

د تحقیق برخې به دویمه مرحله کې چې درې میاشتې یې دوام وکړ، زده کوونکو په بېلابېلو موضوعاتو څېړنې وکړې او 29 علمي مقالې یې ولیکلي. همدارنګه یو شمیر زده کوونکو خپلې مقالې وړاندې کړې او هرکلی یې وشو.

په پای کې د یادې دورې د شاګردانو د فراغت غونډه د (4 اسد 1403.ش – 2024 کال د جولای په 25 مه) نېټه د یاد مرکز د رئیس دوکتور شاه رخ رؤوفي، دورې د استادانو دوکتور عبدالصبور فخري، دوکتور عبدالصمد مشتاق او نورو میلمنو په حضور کې د مرکز د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه چې 105 تنو ته د فراغت سندونه ورکړي شول.

همدارنګه د مرکز لخوا د دورې استادانو ته د دوی د همکارۍ په ویاړ یادګاري شیلډونه ورکړل.

پروګرام په دعا سره پای ته ورسید.

د مسلکی ژباړې او تحقېق اصول شپږ میاشتنۍ روزنیزه دوره ترسره شوه

یک نظر در مورد “د مسلکی ژباړې او تحقېق اصول شپږ میاشتنۍ روزنیزه دوره ترسره شوه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Scroll to top